د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اعلان کړی، چې په افغانستان کې د نري رنځ (توبرکلوز) د ناروغانو د درملنې د بریالیتوب کچه ۹۵.۶ سلنې ته رسېدلې، چې د دې ادارې له ټاکل شوي هدف څخه لوړه ده.
د دې ادارې د راپور له مخې، د روان میلادي کال په درېیمه ربع کې په ټول افغانستان کې ۱۸۵ زره او ۶۲۹ تنه د نري رنځ د تشخیص په موخه معاینه شوي دي.
په همدې موده کې ۱۳ زره او ۹۱۸ ناروغانو خپله درملنه پیل کړې او د درملنې د بریالیتوب کچه ۹۵.۶ سلنې ته رسېدلې ده.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې، چې دغه هڅې د ایډز، نري رنځ او ملاریا پر وړاندې د مبارزې د نړیوال صندوق په ملاتړ پلي کېږي.
نری رنځ یوه ساري ناروغي ده، چې ډېری وخت سږي اغېزمنوي او د هوا له لارې له یوه اخته کس څخه نورو کسانو ته لېږدېږي.
#افغانستان #نری_رنځ #توبرکلوز #روغتیا #ملګري_ملتونه #د_ناروغانو_درملنه








