سیمهنړۍ

استرالیا او نیوزیلنډ سعودي عربستان ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی

استرالیا په سعودي عربستان کې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی او له هغوی یې غوښتي چې د امنیتي اندېښنو له امله د دغه هېواد د تېلو له تاسیساتو څخه لرې واوسي.

په ورته وخت کې، نیوزیلنډ هم له خپلو وګړو غوښتي چې سعودي عربستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

بلخوا، راپورونه ښيي چې په سعودي عربستان کې د ټینس نړیوالې سیالۍ د امنیتي اندېښنو له امله د مرغومي میاشتې لومړیو ته ځنډول شوې دي.

دغه اقدامات په داسې حال کې ترسره کېږي چې تر دې مخکې د یمن پوځ د سعودي عربستان د سمندري ترانسپورټ شرکتونو او هوايي ډګرونو ته خبرداری ورکړی و او هغه یې د خپلو احتمالي بریدونو موخې بللې وې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button