د قرغیزستان رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، ژینبیک کولوبایف، له قوله راپور ورکړی چې یو شمېر اروپايي هېوادونو وړاندیز کړی، چې قرغیزستان دې افغان او افریقايي کډوال ومني او په بدل کې به یې د دغه هېواد ماهرو کارګرانو ته په اروپا کې د کار زمینه برابره کړي.
کولوبایف ویلي، چې قرغیزستان له دغه وړاندیز سره مخالفت لري او چمتو نه دی، چې اروپا ته د خپلو کارګرانو د لېږلو لپاره د داسې شرایطو پر بنسټ خبرې اترې وکړي.
د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د دغه هېواد د پارلمان د نړیوالو اړیکو، دفاع، امنیت او کډوالۍ کمېټې په غونډه کې کړې دي.
#قرغیزستان #افغان_کډوال #اروپا #ماهر_کارګران #کډوالي








