افغانستان

په کابل کې د هېواد د اوو زونونو د والیانو د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مقام اعلان کړی چې د هېواد د اوو زونونو د والیانو نوبتي د همغږۍ غونډه د کابل، کندهار، بلخ، هرات، ننګرهار، کندز او پکتیا ولایتونو د والیانو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د امنیت پر پیاوړتیا، د سرحدي چارو پر تنظیم، د قاچاق او نشه‌یي توکو د کښت پر مخنیوي، د کانونو پر قانوني استخراج، د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ستونزو پر حل خبرې وشوې.

د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ښه‌والی، د حوزوي روغتونونو پیاوړتیا او د خوراکي توکو او درملو د کیفیت د ارزونې لپاره د لابراتوارونو جوړول هم د بحث له موضوعاتو څخه وو. د کابل ولایت مقام په وینا، د غونډې په پای کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه پرېکړې وشوې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button