سیمه

خلیل الحیه: د فلسطین د ملاتړ لپاره عملي اقدامات اړین دي

د حماس د سیاسي دفتر مشر خلیل الحیه له «العربي» شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د فلسطینیانو پر وړاندې تر ټولو مهمه ننګونه د بریدونو درول او په غزه کې د اوربند د هوکړې پلي کول دي؛ نوموړي د هوکړه شوې نقشې د عملي کېدو او پر اسرائیلو د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره د فشار غوښتنه کړې ده.

الحیه اسرائیل په سیمه کې د «بې‌ثباتۍ محور» بللی او ویلي یې دي چې حماس په ښکاره او پټو لیدنو کې د فلسطین د مسئلې په اړه د درک او ملاتړ څرګندونې اورېدلې دي، خو د نوموړي په وینا، اوس عملي او محسوس اقداماتو ته اړتیا ده.

د حماس د سیاسي دفتر مشر همداراز له فلسطینیانو سره په تړاو د نړیوالې ټولنې د لا زیات مسؤلیت د ترسره کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې غزې ته باید بشري مرستې له کوم خنډ پرته ورسول شي.

الحیه د فلسطین د سیاسي تحولاتو په اړه ویلي چې حماس له محمود عباس سره خبرو ته چمتو ده، څو یو ملي پلان رامنځته او د فلسطینیانو ترمنځ یووالی پیاوړی شي؛ نوموړي همداراز ویلي چې حماس د یمن د ښکېلو لورو ترمنځ منځګړیتوب ته هم چمتو ده.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې الحیه د فلسطینیانو د سیاسي حقونو پر تحقق او د سیمې د ثبات لپاره د یوې لارې په توګه د فلسطین هېواد پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button