سیمهنړۍ

د قطر امیر: په غزه کې روانې پېښې د بشریت لپاره د شرم داغ دی

د قطر امیر، تمیم بن حمد آل ثاني، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې په خپله وینا کې وویل چې لوېدیځه اسیا د خپل تاریخ له تر ټولو خطرناکو پړاوونو څخه په یوه کې ده او د سیمې اختلافات او بحرانونه باید د خبرو او مذاکراتو له لارې حل شي.

د قطر امیر ټینګار وکړ چې د وخت په تېرېدو سره نه حل شوې شخړې له منځه نه ځي، بلکې د هغو بیې او پایلې لا زیاتېږي؛ هغه همداراز وویل چې په خلیج کې بحران باید د ډیپلوماټیکو لارو حل شي او د سوله‌ییز حل د موندلو فرصت باید له لاسه ور نه کړل شي.

تمیم بن حمد د غزې وضعیت ته په اشارې وویل چې د ده په وینا، په دې سیمه کې څه چې رامنځته شوي، «نسل‌وژنه» او د بشریت پر وجدان د شرم داغ دی؛ هغه د دغو پېښو پر وړاندې د نړیوال غبرګون نیوکه وکړه او ویې ویل چې راتلونکي نسلونه به د دې ناورین د پراخوالي او د هغه د درولو لپاره د نړیوال غبرګون تر کچې د موجودې تشې په اړه پوښتنې وکړي.

د قطر امیر همداراز وویل چې شخړې ګاونډیو هېوادونو ته غځېدلې او د سیمې امنیت یې اغېزمن کړی دی؛ هغه د جنوبي لبنان وضعیت ته په اشارې سره پر ټولو د قانون د یو شان پلي کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د قانون حاکمیت باید یوازې پر کمزورو هېوادونو پلي نه شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button