افغانستان

د بلخ د شیرآباد روغتیايي مرکز ته طبي وسایل وسپارل شول

د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند کمال ځدراڼ ویلي، چې د دغه ولایت د دهدادي ولسوالۍ د شیرآباد روغتیايي مرکز ته ۵۷ قلمه طبي وسایل سپارل شوي دي.

دغه وسایل په لومړۍ بسته کې، چې ټولیز ارزښت یې ۱۱۱ زره امریکايي ډالره دی، د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ او د UNHCR ادارې په مالي ملاتړ برابر او یاد روغتیايي مرکز ته سپارل شوي دي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست په وینا، د وسایلو دویمه بسته به هم په راتلونکي پړاو کې د شیرآباد روغتیايي مرکز ته وسپارل شي.

دغه وسایل د عامې روغتیا وزارت د پروګرامونو او پلان جوړونې د رییس ډاکټر عبدالستار صحت په مشرۍ د یوه تخنیکي پلاوي له لوري او د UNHCR ادارې د استازو په شتون کې اړوند روغتیايي مرکز ته سپارل شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button