ټرمپ په ملګرو ملتونو کې: له منځمهاله ټاکنو وروسته به له ایران سره هوکړې ته ورسېږو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې تمه لري د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته واشنګټن او تهران به هوکړې ته ورسېږي؛ نوموړي ادعا وکړه چې ایران د امریکا د هوکړې وړاندیزونه رد کړي دي.
ټرمپ ایران «د ترهګرۍ تر ټولو ستر دولتي ملاتړی» وباله او ویې ویل چې واشنګټن به تهران ته اجازه ورنه کړي چې اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي؛ هغه همداراز ادعا وکړه چې امریکا په ۲۰۲۵ کال کې د ایران اټومي تاسیسات په نښه او ویجاړ کړي دي.
د امریکا ولسمشر وویل چې ایران ته د اټومي پروګرام او له وسلهوالو ډلو څخه د ملاتړ د پای ته رسولو په بدل کې د اقتصادي همکارۍ وړاندیز شوی، خو تهران دغه وړاندیز نه دی منلی؛ ټرمپ له هېوادونو څخه هم وغوښتل چې پر ایران د اقتصادي فشارونو په لګولو کې له امریکا سره همکاري وکړي.
ټرمپ د اوکراین د جګړې په اړه هم وویل چې دغه شخړه به د ډېرو خلکو له تمې څخه په چټکۍ حل شي؛ خو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یې کومه مشخصه نېټه یا مهالوېش وړاندې نه کړ.
د امریکا ولسمشر د خپلې وینا په بله برخه کې ادعا وکړه چې متحده ایالات د هر وخت په پرتله پیاوړي شوي دي او د امنیت، انرژۍ او اقتصادي برخو کې یې د خپل حکومت د کړنو ستاینه وکړه؛ نوموړي همداراز ګواښ وکړ چې امریکا به په لوېدیځه نیمهکره کې د خپلو ګټو د دفاع لپاره له پوځي ځواک څخه کار واخلي.
#ټرمپ #امریکا #ایران #ملګري_ملتونه #اوکراین #منځمهاله_ټاکنې #اټومي_وسلې








