افغانستان

ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د «مفید» تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د جمعې په ورځ (۲۷ سنبله ۱۴۰۵) په بلخ ولایت کې د «مفید» تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه؛ دغه شرکت خوراکي غوړي، د څارویو خوراکه او د چرګانو دانې تولیدوي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د دغه شرکت له محصولاتو ستاینه وکړه او مسوولینو ته یې ټینګار وکړ چې د تولید د کچې د لوړولو ترڅنګ، د محصولاتو کیفیت ته هم جدي پاملرنه وکړي.

د «مفید» تولیدي شرکت مسوولینو ډاډ ورکړ چې د محصولاتو کیفیت به وساتي او د تولید په بهیر کې به اړین معیارونه رعایت کړي.

په دغه شرکت کې شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې او د میاشتني ۶۰۰ ټنه خوراکي غوړیو او ۵ زره ټنه د څارویو خوراکې او د چرګانو د دانې د تولید ظرفیت لري

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button