افغانستان

په هلمند کې له ۳۰ متره ژورې څاه څخه د درې کلن ماشوم ژغورل

د ملي دفاع وزارت د ژغورنې تخنیکي ټیم درې کلن هلال احمد نومی ماشوم، چې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰ متره ژورې څاه ته لوېدلی و، ژغورلی دی.

دغه عملیات د ۲۱۵ عزم قول اردو د ثابت قرارګاه د امر په همغږۍ او د دغې قول اردو په کچه د ملي دفاع وزارت د ژغورنې تخنیکي ټیم د مسوول عبدالله په مشرۍ ترسره شوي دي.

مسوولان وايي، د ماشوم روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او د لا زیاتې پاملرنې او درملنې لپاره اړوند روغتیايي مرکز ته انتقال شوی دی.

ملي دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت د ژغورنې تخنیکي ټیم تر دې وړاندې هم په کندهار، هلمند، فراه، نیمروز او ارزګان ولایتونو کې ورته پېښو ته رسېدنه کړې او د یو شمېر ماشومانو ژوند یې ژغورلی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button