نړۍ
اروپا د اوکراین لپاره د پاتریوت توغندي اخلي
سره له دې چې روسیې څو ځله اوکراین ته د لوېدیځو هېوادونو د وسلو د لېږلو او په جګړه کې د لوېدیځو هېوادونو د مستقیمې ښکېلتیا په اړه خبرداری ورکړی، باخبره سرچینې وایي چې اروپا غواړي د اوکراین لپاره د پاتریوت دفاعي سیستم د رهګیر توغندي واخلي.
د دغو سرچینو په وینا، د اروپا کمېسیون د اوکراین هغه غوښتنه تایید کړې چې غواړي د اروپایي ټولنې د ۹۰ میلیارد یورو دولتي پور له لارې د پاتریوت رهګیر توغندي ترلاسه کړي.
د راپورونو له مخې، کییف باید د وسلو د پېرلو قراردادونه د اروپایي ټولنې اجرائیوي ادارې ته د ارزونې لپاره وړاندې کړي، څو د پیسو د واقعي ورکړې په اړه پرېکړه وشي.








