نړۍ
په مکسیکو کې د اورلوبو د توکو چاودنې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي او ۶۴ نور یې ټپیان کړي دي
په مکسیکو کې د تماسکالتسینګو ښار د «نوسترا سنورا د لا لوز» کلیسا ته څېرمه د یوې مذهبي جشن په ترڅ کې د اورلوبو د توکو د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان شوي دي.
د دې چاودنې کره لامل لا تر اوسه نه دی معلوم شوی او د قضايي او ژغورنې ادارو د چارواکو څېړنې د دې پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره روانې دي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








