د اسرائیلي رژیم پوځ د یوه بېړني خبرداري په خپرولو سره د لبنان په جنوب کې د عربصالیم ښارګوټي له اوسېدونکو وغوښتل چې دغه سیمه پرېږدي؛ هغه اقدام چې د لبنان د جنوبي سیمو د اوسېدونکو د لا زیاتې بېځایه کېدنې او جبري کډوالۍ په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.
د دغه خبرداري له خپرېدو وروسته، د اسرائیلي رژیم جنګي الوتکو د عربصالیم ښارګوټی هوايي برید هدف وګرځاوه؛ تر دې دمه د دغه برید د مرګژوبلې او زیانونو په اړه کره جزیات نه دي خپاره شوي.
دغه برید د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرائیلي رژیم د روانو تېریو په دوام کې ترسره شوی او د عربصالیم ښارګوټي د برید ویډیوګانې هم خپرې شوې دي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








