نړۍ

د ټرمپ استازي کییف ته ورسېدل؛ زیلنسکي د امنیتي تضمینونو غوښتنه وکړه

د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویتکاف او د هغه زوم جرد کوشنر، په مسکو کې له ولادیمیر پوتین سره تر لیدنې وروسته کییف ته ورسېدل او له ولودیمیر زیلنسکي سره یې وکتل.

زیلنسکي له ټرمپ د استازو سره په لیدنه کې وویل چې اوکراین خبرو ته چمتو دی او د جګړې له پای ته رسېدو وروسته یې د دغه هېواد لپاره د امنیتي تضمینونو او باعزته سولې غوښتنه وکړه.

هغه همداراز ټینګار وکړ چې د اوکراین وړاندیزونه چمتو دي او کییف غواړي د جګړې د پای ته رسېدو د نږدې کولو لپاره په همغږې، اساسي او واقع‌بینانه توګه کار وشي.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/35820

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button