د هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي او سولې چارو مرستیالې روزمري ډیکارلو سره په ټیلیفوني اړیکه کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو د نظرونو تبادله وکړه.
په دې خبرو کې د دوحې پروسې په چوکاټ کې د راتلونکو تعاملاتو او همکاریو د څرنګوالي په اړه هم نظرونه شریک شول.








