د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، یو ځل بیا ایران ته د اصفهان ولایت د نطنز ولسوالۍ د «کلنګ غره» پر اټومي تاسیساتو د برید ګواښ کړی او ویلي یې دي چې ښايي امریکا په نږدې راتلونکي کې دغه تاسیسات په نښه کړي.
دغه تاسیسات چې د غره په منځ کې موقعیت لري، د امریکايي او اسرائیلي چارواکو په وینا، د شاوخوا ۴۰۰ کیلوګرامه غني شوو اټومي موادو د ساتنې ځای بلل کېږي؛ خو د دې مرکز د ژوروالي، پیاوړتیا او داخلي جوړښت په اړه کره معلومات نشته او همدا موضوع هر احتمالي برید له ډېرو خطرونو او پېچلتیاوو سره مخ کوي.
د ټرمپ نوی ګواښ په داسې حال کې مطرح کېږي چې پر ایراني اټومي تاسیساتو، په ځانګړې توګه پر ځمکې لاندې مرکزونو، برید له جدي عملي او استخباراتي محدودیتونو سره مخ دی او لا روښانه نه ده چې هوايي برید به وکولای شي د واشنګټن ټاکل شوي اهداف ترلاسه کړي.
داسې ښکاري چې ټرمپ د دې ګواښ په تکرارولو سره هڅه کوي د ایران د اټومي پروګرام د کمزوري کېدو په اړه خپله ادعا ژوندۍ وساتي؛ خو له دې سره سره، هر ډول نوی پوځي اقدام کولی شي د سیمې پر امنیت، د هرمز تنګي او د انرژۍ پر نړیوال بازار پراخې اغېزې ولري.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








