سیمهنړۍ

هم‌مهاله له هرمز تنګي ته د سرتېرو د لېږلو په اړه د جنوبي کوریا له څېړنې سره؛ کیم جونګ اون عربي هېوادونو ته خبرداری ورکړ

د جنوبي کوریا رسنیو د دولتي او پوځي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې سیول هرمز تنګي ته د پوځي تجهیزاتو او سرتېرو د لېږلو په اړه څېړنه کوي.

دا اقدام به د قانوني پړاوونو له بشپړېدو او د دغه هېواد د پارلمان له موافقې سره تړاو ولري؛ د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ ماڼۍ چارواکو ټینګار کړی چې تر اوسه هرمز ته د سرتېرو د لېږلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

په مطرح شویو انتخابونو کې د یوه سمندري جاسوسي الوتکې، لوژستیکي ملاتړ کوونکې بېړۍ، یا د سمندري جاسوسۍ او د سمندري ماینونو د پاکولو د یوې قطعې لېږل شامل دي؛ رویټرز راپور ورکړی چې د دغه احتمالي ماموریت موخه به په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ د آزادۍ په تأمین کې ونډه اخیستل وي.

په همدې حال کې، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د منځني ختیځ د وروستیو تحولاتو په اړه په خپلو څرګندونو کې له عربي هېوادونو غوښتي چې د هغه څه پر وړاندې چې نوموړی یې د اسرائیلو د پراختیا له امله رامنځته کېدونکي ګواښونه بولي، د ایران ترڅنګ دریځ ونیسي.

کیم خبرداری ورکړی چې د عربي هېوادونو دوامداره چوپتیا ښايي د سیمې لپاره درنې پایلې ولري او ویلي یې دي: «که عربان نن له ایران سره یوځای راویښ نه شي او د مقابلې لپاره اقدام ونه کړي، سبا به د لوی اسرائیل له خوب او وېرې سره راویښ شي.»

وروستي تحولات په داسې حال کې رامنځته کېږي چې هرمز تنګی د سیمې د امنیتي ترینګلتیاوو پر یوه مهم مرکز بدل شوی او په دې سمندري لار کې هر ډول زیات پوځي حضور کولای شي په خلیج کې پر امنیتي وضعیت او سمندري تګ راتګ اغېز وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button