شي جینپینګ: د منځني ختیځ هېوادونه باید د بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې مقاومت وکړي
د چین ولسمشر، شي جینپینګ، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په لیدنه کې د منځني ختیځ د هېوادونو ترمنځ د لا زیاتو همکاریو او د سیمې د امنیتي نظم د بیا طرحې په اړه د خبرو غوښتنه کړې ده.
شي ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونه باید د بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې مقاومت وکړي او د خپل امنیت د تأمین لپاره پر سیمهییزو همکاریو تکیه وکړي.
دغه څرګندونې قاهرې ته د شي جینپینګ د سفر پر مهال شوې دي؛ هغه سفر چې په لوېدیځه اسیا کې د امنیتي ترینګلتیاوو د زیاتېدو او په سیمه کې د خپل سیاسي او اقتصادي رول د پراخولو لپاره د چین د هڅو په شرایطو کې ترسره شوی دی.
شنونکي وايي، د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا او د بهرنۍ لاسوهنې د مخالفت لپاره د بیجینګ طرحه کېدای شي په راتلونکي کې د منځني ختیځ د امنیتي نظم په جوړولو کې د لا پیاوړي رول لوبولو لپاره د چین د هڅو یوه برخه وي.
په همدې حال کې، امریکا له خلیجي هېوادونو غوښتي چې د خپل سیمهییز امنیت د مخنیوي او تأمین لپاره لا ډېر مسؤلیت پر غاړه واخلي.








