افغانستاننړۍ

لاوروف: امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر ځای د خپل حضور پر دوام تمرکز کړی و

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له یوې روسۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو پر ځای په دغه هېواد کې د خپل حضور پر دوام تمرکز کړی و.

لاوروف زیاته کړې، چې روسیه چمتو وه څو په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د افغانانو د عادي ژوند د بېرته راګرځېدو لپاره له نړیوال ائتلاف سره همکاري وکړي؛ خو د هغه په وینا، امریکايي ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر ځای کلونه په افغانستان کې پاتې شول

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button