نړۍ
د مسکو سخت خبرداری؛ روسیه ګواښ کوي چې د برتانوي پوځي اهدافو په نښه کړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا خبرداری ورکړی چې که چیرې د برتانوي وسلو څخه د روسیې په خاوره برید وشي، د مسکو ځواب ممکن د اوکراین دننه یا بهر د برتانوي پوځي تاسیساتو په نښه کول وي.
زاخارووا وویل چې روسیه د برتانوي جوړو وسلو سره د اوکراین بریدونه د لندن مستقیم په جګړه کې دخیل ګڼي او مسکو د دې کړنو د ځواب ویلو حق لري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکو وسلو د رسولو په اړه د روسیې او لویدیځو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
#روسیه #بریتانیا #اوکراین #اوکراین_جګړه #مسکو #سفیر_ټی وی








