افغانستانسیمه

شهباز شریف: موږ په افغانستان کې سوله او ثبات غواړو

د پاکستان صدراعظم محمد شهباز شریف ویلي دي چې اسلام آباد په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي، خو د ترهګرو فعالیتونو لپاره د دې هیواد د خاورې کارول “د نه زغملو وړ” ګڼي.

هغه له افغان چارواکو څخه غوښتي دي چې د وسله والو ډلو لپاره د دې هیواد د خاورې د خوندي ځای کیدو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات وکړي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کیږي چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو شتون او فعالیتونه رد کړي دي.

#افغانستان #پاکستان #شهباز_شریف #امنیت #د_ترهګرۍ_سره_جګړه #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button