افغانستانسیمه

۳۲۵ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو څخه خوشې او هیواد ته راستانه شوي

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په روانه اونۍ کې ۳۲۵ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي او د تورخم او سپین بولدک بندرونو له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.

د وزارت په وینا، ۱۵۶ کسان د تورخم له لارې او ۱۶۹ نور د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

د خوشې شویو کسانو په منځ کې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان شامل دي چې د خپل بند مودې له تېرېدو وروسته خوشې شوي او د اړینو مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لیږدول شوي دي.

#افغانستان #پاکستان #کډوال #راستنیدونکي #د_کډوالو_وزارت #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button