د لبنان د حزب الله د بیعت لیک په اړه د مجتبی خامنه ای ځواب خپور شو
د لبنان د حزب الله د عمومي منشي شیخ نعیم قاسم او د دې غورځنګ د جنګیالیو د بیعت لیک په اړه د آیت الله سید مجتبی حسیني خامنه ای ځواب خپور شو؛ په دې پیغام کې د اسراییلي رژیم په وړاندې د حزب الله د استقامت او مقاومت ستاینه شوې او جهاد او مقاومت د “ظلم او تیري” په نوم د مقابلې یوازینۍ لاره بلل شوې ده.
په دې پیغام کې د حزب الله استقامت د آزادۍ غوښتونکو ملتونو لپاره الهام ګڼل شوی او د لبنان د خلکو، په ځانګړې توګه د هیواد د جنوب د اوسیدونکو، د مقاومت په ملاتړ کې د رول ستاینه هم شوې ده.
په پیغام کې دا هم ویل شوي چې د ایران اسلامي جمهوریت د مقاومت ځواکونو ملاتړ د خپلې ستراتیژیکې پالیسۍ په توګه ګڼي او د لبنان د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو او د اسراییلي تیري په بشپړ پای ته رسولو ټینګار کوي.
د دې پیغام په وروستۍ برخه کې، شهیدانو، ټپیانو، د هغوی کورنیو او د حزب الله پخوانیو قوماندانانو، په شمول د سید حسن نصرالله، درناوی شوی دی، او د مقاومت جنګیالیو ته د بریالیتوب او الهي مرستې هیله شوې ده.








