سیمه
پزشکیان اسلام آباد ته ورسید
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته ورسید او د رسیدو سره سم یې له شهباز شریف سره ولیدل.
د راپورونو له مخې، هغه الوتکه چې د ایران ولسمشر یې لیږدوله پاکستان ته د ننوتلو پر مهال د شپږو پاکستاني پوځي جنګیالیو لخوا بدرګه شوه.
ښاغلي پزشکیان له عاصم منیر سره هم ولیدل او خبرې یې وکړې.
د دې غونډو په جریان کې، دواړو خواوو د وروستیو سیمه ایزو پرمختګونو، دوه اړخیزو اړیکو او د تهران او اسلام آباد ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د پراختیا په لارو چارو نظرونه تبادله کړل.
#ایران #پاکستان #مسعود_پیزکیان #شهباز_شریف #عاصم_منیر #اسلام آباد #دوه اړخیزې_اړیکې








