د اروپايي کمیسیون ویاند مارکوس لامرټ اعلان وکړ چې اروپايي هیوادونه به یوازې هغه افغان اتباع وباسي چې جرمونه یې کړي وي او د غړو هیوادونو امنیت ته ګواښ وي.
هغه روښانه کړه چې د مهاجرینو د شړلو پریکړه د اروپايي اتحادیې د هر غړي هیواد په واک کې ده او دا هیوادونه پدې مسله کې په خپلواکه توګه عمل کوي.
د لامرټ په وینا، اروپايي کمیسیون یوازې د شړلو پروسه او اړونده تخنیکي بحثونه اسانه کوي او د غړو هیوادونو په وروستۍ پریکړه کولو کې مستقیم مداخله نه کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان د اسلامي امارت یو پلاوی ټاکل شوی چې د سې شنبې په ورځ (۲ چنګاښ ۱۴۰۵) د بلجیم پلازمینې بروکسل ته له ترکیې څخه ووځي.
#افغانستان #اروپایي_اتحادیه #اروپایي_کمیون #مهاجرین #د_مهاجرین_ډیپورټیشن #بروکسل #بلجیم








