په قطر کې د افغانستان د اسلامي امارت استازي محمد سهیل شاهین په هیواد کې میشتو افغان سوداګرو سره خپلو غونډو ته دوام ورکړ او له یوه افغان سوداګر سره یې ولیدل چې قطر ته تازه افغان میوې واردوي.
په دوحه کې د افغانستان د سفارت د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې د قطر بازار ته د افغانستان د تازه میوو صادراتو د زیاتولو، د محصولاتو د لیږد پروسې د اسانتیا او د مالیې اسانتیاوو برابرولو په لارو چارو بحث وشو.
دواړو لوریو د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په سکتور کې د شته ستونزو د حل او د افغانستان او قطر ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ د پراخولو په اړه هم نظرونه تبادله کړل.
په دې غونډه کې د قطر بازارونو کې د افغانستان د تازه میوو د پراخ بازار موندنې او ښه معرفي کولو اړتیا باندې ټینګار وشو، او موافقه وشوه چې په دې بازار کې د افغان محصولاتو د ونډې د زیاتولو لپاره به ټولې هڅې وشي.
چارواکو هیله څرګنده کړه چې د ډیرو اسانتیاوو په برابرولو سره به قطر ته د افغانستان د تازه میوو صادرات زیات شي او د افغان سوداګرو او تولیدونکو لپاره به نوي فرصتونه برابر شي.
#افغانستان #قطر #محمد_سهیل_شاهین #صادرات #تازه_میوه #تجارت #افغان_سوداګر








