د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دواړو خواوو ترمنځ د تفاهم لیک د متن ډیره برخه وروستۍ شوې او د موافقې متن تقریبا چمتو دی، خو تر اوسه پورې وروستۍ موافقه نه ده شوې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ټینګار کړی چې د متحده ایالاتو لخوا وړاندې شوي ځینې بیانونه د دې تاثر ورکولو لپاره دي چې د ایران اسلامي جمهوریت د فشار او ګواښونو له امله له خپلو دریځونو څخه شاته شوی، پداسې حال کې چې تهران به له خپلو سرو کرښو څخه شاته نه شي.
هغه ویلي دي چې د خبرو اترو له پیل راهیسې، د ایران لپاره وضعیت روښانه دی، او پداسې حال کې چې د متن ډیره برخه چمتو وه، امریکایي لوري څو ځله خپل دریځونه بدل کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا، منځګړي لاهم په فعاله توګه مشوره کوي، او پاکستان او قطر د منځګړیتوب په پروسه او د لیدلورو نږدې کولو کې مهم رول لوبوي.
وزارت دا هم تایید کړې چې تهران ته د قطري پلاوي د سفر په جریان کې، د تفاهم لیک ځینې جزئیات او مادې بیاکتنه او بحث شوې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند روښانه کړې چې د تړون په اړه راپورته شوي مسایل لاهم د اټکلونو په کچه دي او هیڅ شی په رسمي ډول نه دی نه دی بشپړ شوی.
بقایي د هرمز تنګي وضعیت د متحده ایالاتو د اقداماتو له امله ناامنه وباله او ویې ویل چې د کښتیو خوندي تګ راتګ له ننګونو سره مخ دی او ایران به وروستۍ پایله هغه وخت اعلان کړي کله چې دې پایلې ته ورسیږي چې د تفاهم متن د ایراني ملت ګټو ته خدمت کوي.
#ایران #د ایران د بهرنیو چارو وزارت #خبرې اترې #تړون #پاکستان #قطر #د هرمز تنګی #اسماعیل_بقايي








