سیمه
د حماس پلاوی د غزې د خبرو اترو د نوي پړاو لپاره قاهرې ته رسیدلی
د خلیل الحیاء په مشرۍ د حماس پلاوی قاهرې ته رسیدلی ترڅو په غزه کې د اوربند د تړون د لومړي پړاو د پلي کولو په اړه د خبرو اترو نوی پړاو پیل کړي.
د حماس د بیان له مخې، خبرې اترې به سبا پیل شي او تمه کیږي چې څو ورځې دوام وکړي.
د خبرو اترو هدف د اوربند د تړون د پلي کولو بیاکتنه، د پاتې مسلو حل کول او په غزه کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره هڅې پرمخ وړل دي.
#حماس #غزه #قاهره #مصر #اوربند #فلسطین








