نړۍ
ایټالیا: د دریو افغان کډوالو او یو پاکستاني وګړي د ژوندي سوځولو په تور نیول شوي
د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني د هیواد په جنوب کې د دریو افغان کډوالو او یو پاکستاني وګړي د ژوندي سوځولو په غبرګون کې دا پیښه “وحشتناکه جرم” بللی او ټینګار یې کړی چې عاملین به یې عدالت ته راکاږل شي.
د ایټالیا د چارواکو په وینا، د قضیې په تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي دي؛ قربانیان څلور مهاجر کارګران وو چې په کرنه کې یې کار کاوه او د امیندولارا په ښار کې مړه شول.
راپورونه ښیي چې شکمنو کسانو د کاري شرایطو او معاشونو په اړه د شخړې وروسته د کارګرانو موټر ته اور واچاوه؛ د پیښې د ټولو اړخونو د روښانه کولو لپاره تحقیقات روان دي.
#ایټالیا #افغانستان #کډوال #کالابریا #جرم








