نړۍ
په کینیا کې د نجونو د ښوونځي په لیلیه کې مرګونې اورلګیدنه؛ ۱۶ زده کوونکي مړه شوي
د کینیا چارواکو اعلان کړی چې د ګیلګیل ښار د نجونو د ښوونځي په لیلیه کې د اور لګیدو له امله لږ تر لږه ۱۶ زده کوونکي مړه شوي او ۷۹ نور ټپیان شوي دي.
د الجزیرې په وینا، اور تیره شپه د ناکورو ولسوالۍ د “اوتومیشي” د نجونو د ښوونځي په لیلیه کې ولګېد.
د کینیا پولیسو وویل چې د پیښې وروسته سمدلاسه د ژغورنې او امنیتي ځواکونه سیمې ته واستول شول او د ژغورنې عملیات او د ټپیانو لیږدول یې پیل کړل.
کینیا په تیرو کلونو کې په ښوونځیو کې ورته پیښې لیدلي دي؛ د حکومتي احصایو له مخې، یوازې په ۲۰۱۸ کال کې د هیواد په دولتي ثانوي ښوونځیو کې د قصدي اور لګیدو له ۶۰ څخه ډیرې پیښې ثبت شوې دي.
د کینیا چارواکو ټینګار کړی چې د اور لګیدو د لامل د روښانه کولو او د داسې پیښو د بیا تکرار څخه د مخنیوي لپاره تحقیقات روان دي.








