کلتور او تعلیمویډیويي راپور
د لوی اختر لمونځ د مزار شریف په سلطانیه جومات کې د خلکو په ګڼ شمېر ګډون سره ترسره شو
د لوی اختر لمونځ د علماوو، سیمه ییزو چارواکو او د بلخ ولایت د ګڼ شمېر اوسیدونکو په ګډون د ځانګړو امنیتي تدابیرو لاندې د مزار شریف په سلطانیه جومات کې ترسره شو.
حجت الاسلام سید حسین شاه مصباح د اختر په خطبو کې پر مومنانو د تقوا غږ وکړ او د حج د لوی کانګرس د پیغامونو او لارښوونو په اړه یې خبرې وکړې. هغه د هیواد د اتباعو ترمنځ د یووالي، خواخوږۍ او ورورګلوۍ په پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.







