افغانستانویډیويي راپور
په غزني کې د نقاشۍ او خطاطۍ درې ورځنی نندارتون ترسره شو
د غزني ښار په نوآباد سیمه کې د دې سکتور د یو شمیر هنرمندانو په نوښت د نقاشۍ او خطاطۍ درې ورځنی نندارتون ترسره شو.
په دې نندارتون کې، د دریو ورځو لپاره نږدې ۱۵۰ نقاشۍ او خطاطۍ اثار نندارې ته وړاندې شول.
د نندارتون تنظیمونکي له چارواکو څخه غواړي چې د هنرمندانو ملاتړ وکړي او د هنري اثارو د بازار موندنې او پلور په برخه کې ورسره همکاري وکړي.







