کلتور او تعلیمویډیويي راپور
د محرم الحرام د مبارکې میاشتې په مناسبت په غزني کې د نقاشۍ او خطاطۍ درې ورځنی نندارتون ترسره شو
د محرم الحرام د مبارکې میاشتې په مناسبت په غزني ولایت کې د نقاشۍ او خطاطۍ درې ورځنی نندارتون ترسره شو.
د نندارتون تنظیموونکو اعلان وکړ چې د پنسلونو او رنګونو په کارولو سره د نقاشۍ او خطاطۍ نږدې ۴۰۰ اثار د لیدونکو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي.
د چارواکو په وینا، د نندارتون موخه د ښځو د استعدادونو معرفي کول او انځورول او همدارنګه په غزني ولایت کې د نقاشۍ او خطاطۍ هنر ته وده ورکول دي.







