اوکرایني رسنۍ: د کیف ته نږدې تاسیسات د روسیې د اورشنیک توغندیو لخوا په نښه شوي
د روسیا ټوډې شبکې راپور ورکړی چې اوکرایني رسنیو او چینلونو داسې ویډیوګانې خپرې کړې دي چې ادعا کیږي هغه شیبه ښیي چې د اوکراین پلازمینې کیف ته نږدې د بیلا تسرکوا ښار کې یو تاسیسات په نښه شوي وو.
د دې راپورونو پر بنسټ، اوکرایني رسنۍ ادعا کوي چې برید نن سهار (یکشنبه، ۳ مه غبرګولي ۱۴۰۵ ) د اورشنیک په نوم د نوي روسي بالستیک توغندي په کارولو سره ترسره شوی.
مخکې له دې، اوکرایني رسنیو راپور ورکړی و چې د چیرکاسي په ښار کې د چاودنې غږ اوریدل شوی و په ورته وخت کې چې په ټول هیواد کې د هوایی خبرتیا اعلان شوی و.
خبري سرچینو د اوکراین په مرکزي برخه کې د کروبیوانیتسکي په ښار کې د څو پرله پسې چاودنو راپور هم ورکړی و.
بریدونه په داسې حال کې وشول چې الارم او هوایی خبرتیا په ټول اوکراین کې فعاله وه.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/32348








