سیمهنړۍ

برتانیا د ایران سره تړلو ۱۲ اشخاصو او ادارو باندې بندیزونه ولګول

د برتانیا حکومت پر ایران سره تړلو ۱۲ اشخاصو او ادارو بندیزونه ولګول، چې دوی یې د انګلستان او نورو هیوادونو په وړاندې “دښمنانه فعالیتونو” کې د ښکیلتیا په تور نیولي دي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې نهه اشخاص او دوه د تبادلې شرکتونه انګلستان ته له سفر کولو منع شوي او د دوی شتمنۍ کنګل شوي دي.

دا اقدام وروسته له هغه کیږي چې انګلستان او امریکا په ۲۰۲۴ کال کې د مخدره توکو د نړیوال قاچاق شبکې د رهبرۍ په تور پر ناجي ابراهیم شریفي زنداشتي بندیزونه ولګول.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button