د هسپانیې حکومت د غزې په مرستندویه کښتۍ کې د فعالانو د نیولو وروسته د اسراییلو شارژدافیر احضار کړ او دا عمل یې په کلکه وغندلو.
د راپورونو له مخې، په دې پیښه کې د اسراییلو ځواکونو لخوا د ۳۰ هسپانوي اتباعو په ګډون ۱۷۵ فعالان نیول شوي دي.
په ورته وخت کې، د نیویارک ښاروال ظهران ممداني هم ویلي دي چې اسراییلي ځواکونو د یونان ساحل ته نږدې په نړیوالو اوبو کې غزې ته د بشري مرستو لیږدولو یوه کښتۍ ودروله او له ۱۷۵ څخه ډیر کسان یې ونیول، چې په کې د نیویارک یو شمیر اوسیدونکي هم شامل دي.
هغه زیاته کړه چې د هغه ټیم د بندیانو د وضعیت د څیړلو لپاره د ایالت او فدرالي ادارو سره په تماس کې دی.
د هغه په وینا، دا عمل د نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده او ټول نیول شوي کسان باید ژر تر ژره خوشې شي.








