د یمن د شمال په مختلفو سیمو د امریکې د لیونی حملو دوام
د نړیوالو رسنیو د راپور په اساس، د صهیونیسټی رژیم په ملاتړ کښې په یمن باندې د امریکې د تیریو په دوام کښې، د دغه هیواد جنګی الوتکو نن (چهارشنبه، د کب ۲۹) د یمن په شمالی سیمو څو ځله بمباری وکړه.
د یمن المسیره شبکې د صعده ولایت په الصفرا ولسوالۍ کښې په العصید سیمه او همداشان د حجه ولایت د مدی په ولسوالۍ کښې د «حس» په سیمه او د یمن په شمال کښې د صعده ولایت د مجز په ولسوالۍ کښې د تکیه په سیمه کښې د امریکې د څلورو هوایی حملو خبر ورکړ.
د دغو راپورونو له مخې په دغو ولایتونو کې ملکي تاسیسات څو څو ځله د امریکا له خوا په نښه شوي دي.
په یمن باندې د امریکا سخت هوايي او توغندیز بریدونه د یکشنبې په سهار (د کب ۲۶مې) پیل شول چې په یمن باندې د امریکا تر ټولو دروند برید ګڼل کیږي او د یمن د عامې روغتیا وزارت په وینا په دغه برید کې د ۵ ماشومانو او دوو ښځو په ګډون ۵۳ تنه شهیدان او د ۱۸ ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۸ تنه ټپیان شوي دي.