«ګارډین» ورځپاڼې راپور ورکړی چې پر ایران تېري تر اوسه امریکا ته لږ تر لږه ۳۸ میلیارده ډالره لګښت اړولی او د دې هېواد د دفاعي توغندیو زیرمې یې په پام وړ کچه کمې کړې دي؛ داسې چې د دغو زیرمو بېرته بشپړول ښايي تر پنځو کلونو پورې وخت ونیسي.
د دې راپور پر بنسټ، امریکا د جون تر ۳۰مې نېټې پورې یوازې د مهماتو د پېرلو لپاره ۲۲.۳ میلیارده ډالره لګولي دي؛ د جګړې دوام هم د وسلو په زیرمو کې ستراتیژیک کمښتونه او د مهماتو د بیا برابرولو لپاره د امریکا د صنعتي ظرفیت محدودیتونه څرګند کړي دي.
ګارډین زیاته کړې چې د ایران بریدونو د امریکا په هغو پوځي اډو کې، چې په کویټ، بحرین، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، عراق، عمان او اردن کې دي، سلګونو ودانیو او تاسیساتو ته زیان رسولی یا یې ویجاړ کړي دي.
د امریکا د کانګرس د بودجې دفتر (CBO) هم اټکل کړی چې د جګړې په دوام سره، د جګړې د شدت له کچې سره سم، د امریکا لګښتونه به د هرې اضافي میاشتې لپاره شاوخوا ۳ میلیارده ډالره زیات شي؛ دغه ادارې همداراز ویلي چې جګړې په امریکا کې د انفلاسیون د زیاتېدو لامل شوې ده.








