سیمه

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند: د سعودي بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه شي

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند ویلي، چې سعودي جنګي الوتکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن پر بېلابېلو سیمو ۵۲ هوايي بریدونه کړي دي.

د نوموړي په وینا، دغه بریدونه د خمیس مشیط او طایف له پوځي اډو څخه ترسره شوي او د تعز ولایت ځینې سیمې یې په نښه کړې دي، چې مکتبونه، پلونه او سړکونه هم پکې شامل دي.

نوموړي زیاته کړې چې د الجوف، البیضاء، صعده او عمران ولایتونو کې هم ځینې سیمې د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلې دي او ټینګار یې کړی چې دغه بریدونه به «بې‌ځوابه پاتې نه شي».

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button