د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر کمال الدین توحید د ۳۰ افغان سوداګرو او خصوصي سکتور د استازو په مشرۍ تهران ته سفر کړی ترڅو د ساختماني صنعت په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چې پلاوی به د نندارتون په څنډه کې د ایراني سوداګرو، پانګوالو او اقتصادي فعالانو سره د سوداګرۍ، پانګونې او ګډې همکارۍ فرصتونو په اړه بحث وکړي.
#افغانستان #ایران #سوداګري #پانګه اچونه #خصوصي_سکتور #سفیر_ټی وی








