الجزیره راپور ورکړی چې څنګه چې ښي اړخي ګوندونه په اروپا کې واک ترلاسه کوي، په براعظم کې د زرګونو افغان کډوالو د راتلونکي په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري رژیم له نسکوریدو وروسته، زرګونه افغانان، په ځانګړې توګه هغه کسان چې له بهرنیو ادارو سره یې همکاري کړې وه، اروپایي هیوادونو ته لیږدول شوي دي.
الجزیره ویلي چې ښي اړخي ګوندونه معمولا د کډوالۍ محدودیتونو، د پناه غوښتنې پروسې سختولو، او د هغو خلکو بیرته راستنیدو ملاتړ کوي چې د قانوني استوګنې اړتیاوې نلري.
د راپور له مخې، دا چلند کولی شي د افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو منلو پروسه نوره هم ستونزمنه کړي او د رد شویو کډوالو د شړلو هڅې زیاتې کړي.
#افغانستان #افغان_مهاجرین #اروپا #پناه #مهاجرت #سفیر_ټی وی








