نړۍ
په هند کې د ځمکې ښویېدو؛ لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي
د هند د لوېدیځ ایالت مهاراشترا په پلازمېنه ممبۍ ښار کې د سختو بارانونو او ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د شپې سختو بارانونو د یوې غونډۍ یوه برخه ونړېده او په څو کورونو یې ولوېده؛ د ټپیانو د درملنې لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.
#هند #ممبۍ #ځمکه ښویدنه #باران #پیښې #سفیر_ټی وی








