نړۍ

په کیف باندې د روسیې بریدونه؛ ۹ تنه مړه او ۲۲ تنه ټپیان شول

اوکراییني چارواکو وویل چې د شپې په اوږدو کې د بالستیک توغندیو او ډرونونو په مرسته په کیف باندې د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه ۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د اسوشیټیډ پریس په وینا، د سولومیانسکي ولسوالۍ کې یوه پنځه پوړیزه استوګنیزه ودانۍ د توغندیو د ملبے له امله زیانمنه شوې او اور یې اخیستی دی؛ د ژغورنې کارمندانو ۳۵ کسان ژغورلي، خو دوه تنه مړه او اته نور ټپیان شوي، چې دوه یې ماشومان دي.

همدارنګه په ډارنیتسکي ولسوالۍ کې، د روسیې بریدونو کورونه، موټرونه او دفتري ودانۍ ویجاړې کړې، چې اووه کسان یې ووژل او ۱۴ نور یې ټپیان کړل.

دا برید د اوکراین په مختلفو برخو کې د روسیې له پراخو بریدونو دوه ورځې وروسته وشو چې لږترلږه ۱۰ ملکي وګړي یې ووژل او له ۵۰ څخه ډیر یې ټپیان کړل.

#اوکرایین #روسیه #کیف #اوکراییني_جګړه #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button