د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې (ACCI) رئیس سید کریم هاشمي په کابل کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیف او د دولتي او خصوصي سکتور له لوړ پوړي پلاوي سره ولیدل.
د غونډې په جریان کې، دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانزیټ او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه بحث وکړ.
دوی د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي، د سوداګریزو پلاويو پر تبادلې، د افغان صادراتو لپاره د غوره تعرفو پر پلي کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د ۵ ملیارد ډالرو هدف ترلاسه کولو، د خصوصي سکتور د همکارۍ د پیاوړتیا په اړه هم ټینګار وکړ.
#افغانستان #ازبکستان #تجارت #پانګه اچونې #ترانزیت #ACCI #سفیر_ټی وی








