په برلین کې یو موټر د ګڼې ګوڼې سره ټکر وکړ؛ یو کس مړ او ۱۵ نور ټپیان شول
د راپورونو له مخې، د جرمني په پلازمېنه برلین کې یو موټر د ټیرګارټن پارک کې د ګڼې ګوڼې سره ټکر وکړ او ګڼ شمېر ښاریان یې ووهل.
د برلین پولیسو اعلان کړی چې د پېښې په پایله کې یو کس مړ شوی او لږ تر لږه ۱۵ نور ټپیان شوي دي؛ مخکې له دې، لومړنیو راپورونو راپور ورکړی و چې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.
د پولیسو چارواکو زیاته کړه چې د ټیرګارټن په سیمه کې په پراخه کچه امنیتي عملیات لاهم روان دي او له خلکو څخه غوښتل شوي چې تر بلې خبرتیا پورې له سیمې څخه ډډه وکړي.
د جرمني ورځپاڼې بیلډ راپور ورکړی چې دا پېښه د ټیرګارټن پارک کې د یوې غونډې په جریان کې رامنځته شوې ده؛ د پېښې انګېزه او جزئیات لا تر اوسه د جرمني چارواکو لخوا نه دي اعلان شوي.
#جرمني #برلین #ټیرګارټن #پیښه #جرمني_پولیس #سفیر_ټلویزیون
د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/34328?single








