د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به نن شپه د مالدیپ د فوټبال د څلور اړخیزو سیالیو په پای لوبه کې د پاکستان د ملي لوبډلې سره مخ شي.
دا مهمه لوبه به د کابل په وخت د شپې په ۸:۳۰ بجو ترسره شي او د مالدیپ په کوربه توب به ترسره شي.
د هیواد د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې امید پوپلزي د سور کارت ترلاسه کولو له امله له ملي لوبډلې څخه وتلی او رحمت اکبري، جمشید اڅکزي او حبیب الله عسکر د شخصي ستونزو له امله له ملي لوبډلې څخه وتلي دي.
د افغانستان ملي لوبډله په خپلو وروستیو دریو سیالیو کې د یوې بریا، یوې ماتې او یوې مساوي ثبتولو وروسته د پاکستان په وړاندې په لیکه کې ده.
د افغانستان، پاکستان، بنګله دیش او مالدیپ د ملي لوبډلو په ګډون د څلور اړخیزو فوټبال سیالۍ څو ورځې وړاندې په مالدیپ کې پیل شوې.
#افغانستان #فوټبال #پاکستان #مالدیپ #افغانستان_ملي_ټیم








