په افغانستان کې د اویسن فارما فابریکه شل کلنه شوه
په مزارشريف کې د اويسن فارما درمل جوړولو فابريکی د جوړېدو شلمه کليزه د طبابت د کورنۍ، د بلخ د سيمه ييزو مسوولينو او د رسنيز مرکز په حضور کې ونمانځل شوه.
په دې کنفرانس کې ويناوالو په هېواد کې د صنعت او سوداګرۍ پر ارزښت خبرې وکړې او د باکيفيته توليدي خدمتونو په برخه کې يې د افغانستان پر ځان بسياينې او له صنعتي نړۍ سره په برابرۍ ټينګار وکړ.
د بلخ سیمه ییز چارواکي په داسې حال کې چې د هېواد د تولیداتو د پېرلو او کارولو په برخه کې له صنعتکارانو خپل ملاتړ اعلانوي، وايي چې د کورنیو تولیداتو د کیفیت د ښه والي لپاره د هېوادوالو نظرونه او وړاندیزونه اړین دي.
خو د اویسن فارما شرکت مسوولین وايي، دوی له نړیوالو نورمونو او معیارونو سره سم تر ۱۲۰ ډېر ډوله درمل تولیدوي او کورنیو او بهرنیو بازارونو ته یې عرضه کوي.
د اویسن فارما فابریکه شل کاله وړاندې په ۲۰۰۳ کال کې د پوهاند عبدالکریم شیرزاد او حاجی محمد شاه جان سخی زاده په نوښت د هرات په لرغوني ولایت کې جوړه شوه، چې اوس د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې فعاله استازي لري.