نړۍ
روسیه او بیلاروس درې ورځنۍ اټومي تمرینونه ترسره کوي
د العربیه الجدید د راپور له مخې، روسیې او بیلاروس د سې شنبې په ورځ (د غوایي ۲۹مه، ۱۴۰۵) درې ورځنۍ تمرینونه پیل کړل چې هدف یې د اټومي برید په صورت کې د احتمالي سناریوګانو تمرین کول دي.
د راپورونو له مخې، د دواړو هیوادونو لسګونه زره پوځي پرسونل په دې تمرین کې برخه اخلي.
رسنیو ویلي چې دې تمرین د اروپایي هیوادونو ترمنځ اندیښنې زیاتې کړې دي.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/32263








