سیمه
د لبنان ولسمشر پر اسراییلو د اوربند د ټینګولو لپاره د فشار راوړلو غوښتنه وکړه
د لبنان ولسمشر جوزف عون پر بریتانیا او کاناډا غږ وکړ چې پر اسراییلو فشار راوړي چې اوربند ته غاړه کیږدي او په جنوبي لبنان کې د کلیو او ښارونو ویجاړول ودروي.
هغه ټینګار وکړ چې په جنوبي لبنان کې د استوګنې سیمو دوامداره بریدونه او ویجاړول د اوربند د تړون ښکاره سرغړونه ده.








