سیمهنړۍ

هند په ملګرو ملتونو کې پاکستان پر ترهګرۍ د ملاتړ په پټولو تورن کړ

هند د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د شپږمې کمېټې په غونډه کې پاکستان تورن کړ چې د جیش محمد د مشر مسعود اظهر د نیولو لپاره د انعام اعلانولو له لارې هڅه کوي چې له ترهګرۍ څخه د دولت ملاتړ پټ کړي؛ دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د هند لومړي استازي راګو پوری کړې دي.

پوري وویل، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه یوازې د اعلامیو په خپرولو نه ترسره کېږي، بلکې عاملان، تنظیموونکي، تمویل کوونکي او ملاتړي یې باید ځواب‌ویونکي وبلل شي؛ هغه زیاته کړه چې ترهګرو ډلو د پاکستان په خاوره کې له ملاتړ او پناه‌ځایونو څخه برخمنې پاتې شوې دي.

هغه د مسعود اظهر په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره د پاکستان له خوا د ۷ میلیونه روپیو د انعام اعلان ته په اشارې وویل، که رسنیو له هغه سره د اړیکې توان پیدا کړی وي، نو د پاکستان حکومت هم باید د هغه له ځای څخه خبر وي؛ مسعود اظهر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا هم د القاعدې اړوند بندیزونو په لېست کې شامل دی.

پوري د سپټمبر د ۱۱مې، د نومبر د ۲۶مې او پهلګام بریدونو ته په اشارې وویل، نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ د عاملانو او ملاتړو مسوولیت هېر نه کړي؛ پاکستان تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې مسعود اظهر په افغانستان کې دی، خو افغان چارواکو دغه ادعا رد کړې ده.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/36932

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button